IQNA

د قرآنی فعالانو له خوا د د شهید آیت الله رئیسي د درنښت دستورې ترسره کیږي

10:50 - May 28, 2024
د خبر لمبر: 3489291
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي ولسمشر شهید آیت الله ابراهیم رئیسي او ورسره د ملګرو شهیدانو ددرنښت دستورې د ایران د قرآني ټولنې له خوا په تهران کې ترسره کیږي.

ایکنا نیوز راپور راکړ، دایران دخداي بخښلي ولسمشر او دهغه د ملګرو شهیدانو د درنښت دستورې د ایران د استاذانو،قاریانو، حافظانو، او دقرآنی چارو د فعالانو  پشمول د  هیواد د قرآنی ټولنې له خوا د چارشنبې په ورځې ترسره کیږي.

دغه دستورې به د غبرګولې په نهمه نیټه د شهید سلیماني بزرګراه  کې په واقع امام خمینی کمپلیکس کې د حضرت زهرا)س) امامباړې کې  د ماښام له لمانځه  وروسته ترسره شي.

د یادولو ده چې خدای بخښلی ولسمشر او دهغه یو شمیر ملګري ، د ایران د اسلامی جمهوریت  او د ا‌ذربایجان جمهوریت د ګډې آبی پروژې  قیزقلعه سي ډیم د افتتاح  او دغه راز د خداآفرین ډیم د بشپړتیا او پراختیا لپاره د غواړي د میاشتې په دیرشمه نیټه خداآفرین سرحدي ښآر ته تللی ؤ او تبریز ښار ته په بیرته ستنیدا کې د هغه او ورسره د ملګرو چورلکه  له ورزقان ښار سره نزدې د موسم د خرابوالي له امله نسکوره شوه  او هغه او ورسره په چورلکې کې سواره ملګري هم شهیداان شول .

بزرگداشت رییس جمهور قرآنی برگزار می‌شود

https://iqna.ir/fa/news/4218551

captcha